نسیم حجازي؛ د یو احساس نوم
کوچنی وم چې د نسیم حجازي له ناولونو سره بلد شوم، ځان مې پکې وموند، مؤمن احساس يي راکړ، د جهاد جذبه يې را وښوده او د تاريخ له نومیالیو سره يي اشنا کړم...


نسیم حجازي؛ د یو احساس نوم
ولي خان عزام
کوچنی وم چې د نسیم حجازي له ناولونو سره بلد شوم، ځان مې پکې وموند، مؤمن احساس يي راکړ، د جهاد جذبه يې را وښوده او د تاريخ له نومیالیو سره يي اشنا کړم.
په اندلس يې وګرځولم د قرطبې ښکلا يې راوښوده، الزهرا ماڼۍ مې ولیده او د جامع مسجد عظمت ته یي ودرولم، د اشبیليې ځواک او د غرناطې مقاومت يې را ياد کړ، د مسلمانانو د علمي پانګو ځلا مې پکې تر سترګو شوه چې ټولې اروپا ته یې د روښنايۍ څپې په منډه وې، د مدنیت د اوج نندارې يې راباندي وکړې او د امت د عروج تر څوکو يې بوتلم، په اندلس کې يې د طارق بن زیاد زړورتیا او ایمان د موسی بن نصیر اراده او توکل، د عبدالرحمن ارمانونه، د یوسف بن تاشفین شخصیت او تواضع د ابولحسن غیرت او د ابو عبدالله بې همتۍ را وليدې.
دې اثارو د واکمنانو بې حسۍ، د اختلافونو شور او د کفر له دسیسو را نيولي د امت له نقشې د اندلس تر محوه کېدو یوه یوه لامل ته مخامخ کړم.
نسیم حجازي د پسرلي د خواږه نسیم په څېر ويدو احساساتو کې ژوند پوه کړ، د ظرافت په حد کې یې د مسلمان فکر اساسات او مشخصات تشریح کړل، د ژوند له رنګينيو د جهاد تر ډګرونو د محبت تر خوږو او د خیال تر نړۍ يې هرڅه په يوه ځانګړي انداز او جلا طرز بیان کړل.
د محمد بن قاسم تنکی همت يي تصویر کړ چي د هند د راجه ګانو مغروریت يې له هغوی سره یو ځای تر خاورو لاندې کړ، د محمود غزنوي جلال، د بت ماتوونکي ارمان، د سومنات ماته پوزه او د پنډتانو په عذرونو يي قلم وڅرخاوه.
ده د یوه داسې امت فکر لېږداوه چې له هنده تر عربو یو وجود او یو ځان وګڼل شي او يو څوک له عربو تر هنده په خپله اسلامي خور د ننګ لپاره د غرونو لړۍ، د دښتو پراخوالی او د جنګ ډګرونه طی کړي.
په اسلامي نړۍ د مغولو د وحشي توفان د څپو په سيوري کې یې د جلال الدین زړورتیا پټه پرېنښوده، د خوارزم د زمري ثبات یې را وښود خو ورسره یې د هغه زمانې د مسلمانانو غفلت، بې حسه توب او بې پروايۍ هم وغندلې، ده علم بې له تورې بس نه باله او د چنګیز د لښکرو په مخ کې یې یوازې د کتابونو ډيرۍ د شګو بندونه وبلل، ده هغه حالت هم انځور کړ کله چې د بغداد د علم او حکمت خزانې په سوځېدلیو ډیريو بدلې شوې او د نړۍ د واک تاج د مسلمانانو له سره ولوېد.
نسیم حجازي هر هغه احساس تشریح کړ چې یو مؤمن يې بايد ولري، ده ژوند تشریح کړ؛ د یوه مجاهد ژوند، د یوه سپاهي ژوند!
نسیم نسیم شو، یو خوږ نسیم چې د ماضي په کنډوالو را وګرځید، د خیال له ګلستانه يې خوشبويي راوړه او د حال په وجود کې يې د ساه پو کولو هڅه وکړه.
روح يې ښاد، یاد يې تل پاتې!
#ادهم



