د سميع سادات او الله داد فدايي ترمنځ د وسلو او ملاتړ د برابرولو په اړه محرم غږیز کلیپونه افشا شوي
هندوکش غږ راپور ورکړی، چې د متحدې جبهې د مشر سميع سادات لسګونه ...


هندوکش غږ راپور ورکړی، چې د متحدې جبهې د مشر سميع سادات لسګونه محرم غږیز کلیپونه یې ترلاسه کړي، چې نوموړی پکې له پخوانیو نظامیانو سره د وسلو رسولو او ورانکارو فعالیتونو په اړه خبرې کوي.
په یوه کلیپ کې، سميع سادات د لغمان، میدان وردګ او بغلان پخواني امنیه قوماندان الله داد فدايي ته د وسلو او امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکوي او وايي، چې د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ورسره د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو څه موده وړاندې الله داد فدايي نیولی و. د هندوکش غږ د راپور له مخې، د نوموړي نیول کېدل د متحدې جبهې د یوه مهم قوماندان په توګه د هغه د نویو فعالیتونو په تړاو ترسره شوي دي.
#ادهم



