د اسلامي امارت ویاند: اړیکو پراختیا غواړو، خو په کورنیو چارو کې لاسوهنه د هیچا نه منو
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد حریت راډیو ته وايي،...


د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد حریت راډیو ته وايي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی، خو کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه چاته نه ورکوي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، په بهرنیو اړیکو کې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل تضمین شي او هیڅ بهرني سازمان یا لوري ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
#ادهم_خپرندويه_اداره



