۱۴۰۵ / ۸ / ۳ ادهم خپرندویه اداره؛ خپلواکه او ازاده رسنۍ افغانستان 🤍

ملا عبدالغني برادر اخوند، په کندهار ولایت کې د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ويلي، چې د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، په کندهار ولایت کې د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپاره.

ملا عبدالغني برادر اخوند، په کندهار ولایت کې د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپاره.

نوموړي په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دوامداره اقتصادي پراختیا د هېواد له سرچینو څخه پر دوامدارې ګټې اخیستنې او د صنعتي سیاست په برخه کې پر مهمو ګامونو اخیستو پورې تړلې ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د اسلامي امارت اقتصادي تګلاره دا ده چې افغانستان له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي، کورنۍ اړتیاوې د کورنیو تولیداتو له لارې پوره او د صادراتو کچه لوړه شي.

نوموړي همدارنګه د فابریکې له مسؤلینو وغوښتل چې خپلې چارې د منل شویو معیارونو او ښه کیفیت له مخې ترسره کړي.

د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت د معلوماتو له مخې، د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز په ورځني ډول د ۱۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا لري او په مستقیم او غیرمستقیم ډول یې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

همدارنګه، ټاکل شوې چې څه موده وروسته د دې فابریکې د دویم فاز د جوړولو چارې هم پیل شي.