ملا عبدلاغني برادر: له اقلیمي بدلون سره مبارزه باید سیاسي نه شي
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې افغانستان د اقلیم په تخریب کې هېڅ ونډه نه لري، خو درنې او سختې پایلې یې زغملې دي.


د ریاستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې افغانستان د اقلیم په تخریب کې هېڅ ونډه نه لري، خو درنې او سختې پایلې یې زغملې دي.
ښاغلي برادر له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه په سیاست پورې ونه تړل شي.
نوموړي له اقلیمي بدلون سره مبارزه د ټولو ګډ مسولیت بللی او په دې برخه کې یې په ګډ کار ټینکار کړی دی.
#ادهم_خپرندويه_اداره


