افغانستان کولای شي پاکستان ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیسي
د یمن د بهرنیو چارو وزارت پخواني سلاکار انیس منصور ویلي،..


د یمن د بهرنیو چارو وزارت پخواني سلاکار انیس منصور ویلي، د کابل او کونړ سیندونو اوبه لا هم پاکستان ته بهېږي او افغانستان کولای شي د دغو اوبو د بهیر مخه ونیسي، چې په وینا یې، پاکستان به له جدي ستونزو سره مخ کړي.
منصور زیاته کړې، افغانستان د ګاونډي د حقونو رعایت کوي، خو پاکستان د مننې پر ځای پر افغانستان بمبارۍ کوي او بېګناه ملکي وګړي په نښه کوي. نوموړي د دې موضوع په تړاو د لا ژور فکر کولو غوښتنه کړې ده.



