۱۴۰۵ / ۸ / ۳ ادهم خپرندویه اداره؛ خپلواکه او ازاده رسنۍ افغانستان 🤍

د ترکیې استخباراتي ځواکونو په بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی نیولی

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د ترکیې استخباراتي ځواکونو د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه سیمه کې عملیات کړي،...

د ترکیې استخباراتي ځواکونو په بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی نیولی

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د ترکیې استخباراتي ځواکونو د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه سیمه کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی اوغور بهادر، چې په «عبدالله» مشهور دی، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.

د راپورونو له مخې، دغه عملیات د داعش خراسان څانګې پر وړاندې ترسره شوي دي. ویل کېږي، ترکیې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د دغې ډلې پر ضد ورته عملیات کړي دي.

تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه د پاکستان چارواکو رسمي څرګندونې نه دي کړې او د پېښې نور جزئیات هم نه دي خپاره شوي.

#ادهم_خپرندويه_اداره